خرابات واړه خراب شو
شاعر عنایت الله پویان شاعر عنایت الله پویان

نه به جام  له میو ډک  شي -  نه به جوړ شي محفلونه

نه  رندان  د  خرابات به  -   په  سر  واړوي  جامونه

 

نه  ساقي  به  زما  یار  شي   -   نه پیالې به شي بیا  ډکې

نه  به  پیغله  د  تاک  لور شي  -  نه  پاخه  اومه  خومونه

 

نه  بهار  به  ښایسته  شي    -    نه  لاله  به  شګفته  شي

نه  وږمه   د  پسرلي   به    -   باغ  کې  وسپړي   ګلونه

 

خرابات  واړه خراب شو -   نه ساقي نه یې شراب شته

نه  محفل  د  مینوشانو   -     نه ډک جام، نه ساغرونه

 

د آسمان زړګی له غمه    -     هسې شین هسې ژړاند دی

چا  سپوږمۍ حلاله   کړې  -   چا   د   ستورو   مشالونه

 

تور په سپینو کې پټ شوي - خرموره په  در خرڅیږي

دغه   څنګه   زمانه   ده  -  رڼا   نه   لري   لمرونه

 

 

د لوټمارو  بازار  تود دی –د غریب  وینې  لیوان خوري

چا مات  کړي، چا  شکولي  -  توتکۍ   کوچني  وزرونه

 

بورې مور له ړندو ستر ګو -  د خوناب  اوښکې بهیږي

پیغلو   ؤشکول  له   غاړو  -   د   ګلانو    حمیلونه

 

غریبان  بې   کوره  وینم  -  نه  ډوډۍ  نه  یې اوبه  شته

چا  د  دوی  دوډۍ  غلا  کړې -  چا  اخیستی  ترې مالونه

 

د چا  ناوې کونډه  شوې - شاه زلمی   پروت په کفن کې

هره  خوا   نارې  سورې  دي - ژړا  ګانې  فریادونه

 

په  ویالو  کې   اوبه   نشته -  د  ګل  څانګې  وچې  شوي

کروندې   شاړې  پرتې   دي -  له  اغزو  ډک  چمنونه

 

هر یتیم  په  ژړا وینم - په  سلګو  کې  داسې  وایي

چا  زما دادا  وږلي  -   چا    پر  ما  کړي  ظلمونه

 

ورور له  ورور نه مرور دی–پلار له زوی څخه بیزاردی

د  نفاق  اورونه   بل   دي  - سوځوي  کلي کورونه

 

چا  قصرونه  دي جوړکړي -  په  دوبۍ او په  لندن کې

د  قاچاق  بازار یې  تود   دی -  زړه  کې  نه  لري غمونه

 

څوک بې کوره له وطن  دي - سرګردان  پردو ملکو کې

له چا  پاتې  کروندې  دي - له  چا  پاتې  شنه  باغونه

 

نه احساس  شته په ماغزو کې - نه غیرت د چا رګوکې

را اوریږي  په   ښارونو - د  راکټو  بارانونه

 

څوک نوکر د (آی، اس،آی) دي - څوک ایران ته جاسوسی کا

چا  خرڅ  کړي خپل وطن دي  -  چا آخیستي  ډالرونه

 

د وحشت اوبا خوره ده - هلکان انطهاری شول

بهیدلي دي له سترګو- د خوناب  وینې  رودونه

 

تو لعنت دې په  هغه  وي - چې افغان خپل افغان وژني

د  پردیو  په  کې  لاس  دی - تباه  شوي  ولسونه

 

خدایه! ته  زمونږ حافظ  شې  -  د پویان دعا همدا ده

نا پوهي  کړې  له  مونږ  لرې -  دا   د  زړونو تمنا ده

 

 

 

د سنګرونو شهید

 

شپه  ژاړي ای  یارانو /  شین سهار زمونږه څه شو

نشې  شوې  مټکورې /  او  خمار زمونږه  څه   شو

 

د ګل څانګه شوه ماته /   د  وحشي توفان  څپو کې

غاټول  په  وینو پریوت/ ګلعذار  زمونږه  څه  شو

 

د  باغ  سیمه تالا  شوه/ د  ناپوه باغوان  له  لاسه

بلبلې په ژړا شوې / لاله زار  زمونږه  څه  شو

 

د  تورو  شرنګهار کې /   د  پوزیانو  یرغلونه

اردل  د  لښکریانو /   او  سالار زمونږه  څه  شو

 

چې   ګوډه   قافله  یې  /    سر منزل  ته   رسوله

لار شود د ولسونو/ مددګار زمونږه څه شو

 

د سولې پلوی ؤ/ هم کار پوه، هم سیاست پوه  ؤ

غمخوار د کونډو، رنډو/شهریار زمونږه  څه شو

 

چې برید یې د زمري ؤ / او یرغل یې  د  پړانګانو

حافظ  د  پاګې خاورې/ منصبدار زمونږه څه  شو

 

چې سر یې  د  وطن/ د آزادۍ  په لار کې  بایلود

شهید  د  سنګرونو /  وطنجار  زمونږه  څه  شو

 

چې هسکه یې شمله  وه / د سپینږیرو په جرګوکې

د روغې جوړې خلک/ شمله  دار  زمونږه  څه شو

 

نه  شعر شته/ نه  ورځپاڼې /  نه غزل  د شاعرانو

ننګیال  د پښتو  ژبې / خوږ ګفتار زمونږه څه شو

 

ملګرو وطنوالو /  یوه  چیغه   یوه خوله  شئ

وطن تباه ، تباه  دی/ وطنیار زمونږه څه  شو

 

چې مستې یې نشې وې/د پیالو په کړسهار کې

ساقي  د  محفلونو / میګسار  زموږه  څه  شو

 

خاونده  پاکه  ربه!/ ستا  د ستورو  په  ښکلا کې

ښایست  د آسمانونو/  مشعلدار  زمونږه   څه  شو

 

 

یادونه:- دغه دوه پورتني شعرونه د خدای بښلي ډاکټر نجیب الله د شهادت     د  ورځې په مناسبت د عروضی نظم په قالب کې ما لیکلي دي کله چې د هغه سترګې له دغې کرغیړنې دنیاګۍ څخه پټې شوې او اوبه له ورخه واوښتې خلک یې په ارمان کې شو خو دغه ارمان د افغانستان د سولې لپاره  ګټه نه لری او ما د افغانستان د خلکو د ارمان په وؤاندې د شهید نجیب الله له خولې نه د ګیلې په توګه داسې لیکلي دي                                                                            .

 

د ګناه کفارې

 

جانانه زه د ښایست ګل وم

خو تا نه پيژاندم

نه دې سر تاج کړم د کاکل

نه دې د غاړې حمیل

ته د کبرونو لور وې

مینه له تانه مروره لاړه

ګل دې له لاسه  ولوید

او په ګناه واوښتې

ته د شهوت په زولنو کې شوې اسیره بندۍ

تا مینه ؤ وژله

تا د آسمان غضب را ؤپاراوه

اوس به دا ستا د ګناهونو د کفارو بدل کې

دغه بې کوره وږي، تږي خلک

خپل ماشومان /د اور لمبو ته سپاري

اوس به دا ستا/ د ګناهونو/ د عصیان په ټس کې

وچ لانده دواړه/ د تناره/ په یوه اور کې سوځي

 


June 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان